پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
یوازې د خپلواکۍ ادعا، خپلواکي نه شي راوستلی
بسم الله الرحمن الرحيم
یوازې د خپلواکۍ ادعا، خپلواکي نه شي راوستلی

خبر:

د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي چې ایران به هېڅکله د امریکا فشارونو ته تسلیم نه شي او نه به له خپلو موخو څخه تېر شي، حتا که برید هم پرې وشي. (الجزیره)

تبصره:

د ولسمشر روحاني وینا د اوسنیو او پخوانیو چارواکو له ویناوو سره کوم توپیر نه لري او دی هم د دوی په څېر غلام دی. کوم څه چې د ده د ناکامۍ لامل کېږي، هغه د خلکو ځورول دي، چې په پایله کې ښایي دی راوپرځوي. د عراق او لېبیا بېلګې دومره پخوانۍ هم نه دي چې هېرې دې شي، ښاغلی روحاني د یو بل ډول خاتمې په اړه خوبونه ویني، په داسې حال کې چې هماغه لاره یې غوره کړې. د دغو مزدورانو کیسه داسې ده، چې هر کم عقل یې ګومان کوي چې د پخواني په پرتله هوښیار دی.

ایران د یو ځواکمن دولت په توګه ځان دومره پیاوړی ښیي، چې د امریکا پر وړاندې درېدلی شي. په داسې حال کې چې ایران په سوریه کې د امریکا د ګټو لپاره رول لوبوي، ترڅو د بشار الاسد ظالم رژیم وساتي. له کلونو راهیسې ایران د امریکا د ګټو لپاره په ښکاره د مقاومت تر چتر لاندې کار کړی. ایران په سوریه، عراق او یمن کې خپل ناوړه رول ولوباوه. که د اوباما له ادارې سره تړون د دې لپاره و چې ایران ته اسانتیاوې برابرې کړي ترڅو د امریکا د ګټو لپاره ښه کار وکړي؛ نو د ټرمپ نوې پالیسي بیا په دې مانا ده چې خپل قدرت ښیي. سعودي، ترکیې او ایران د سوریې د انقلاب په ځپلو کې مهم رول ادا کړ، خو امریکا له دغو دولتونو سره د خپلو ښامارانو د روزلو په شان چلند کوي. د اسلامي دولت مفکوره د امریکا او ملګرو لپاره د تندر راپرېوتو حیثیت لري او دوی د دغه دولت پر وړاندې د خنډ ګرځېدو په موخه یو بل ته لاسونه ورکوي. دوی هم د واک او هم د امکاناتو لپاره حرص لري، له همدې امله یې د یو او بل پر وړاندې درولي او دا هغه وخت دی چې لوېدیځ له مسلمانو خاورو څخه د ګواښ خبره کوي او دوه مخي مزدوران بیا له دې خبرې څخه په ګټې اخستنې وایي: «موږ ځکه هدف وګرځول شولو چې را ولاړ شوي یو او یا دا چې سخته لوبه کوو». په کوم څه چې دوی نه پوهېږي هغه له اور سره لوبه کول دي او دا لوبه به یې په یقیني توګه د اورونو مور (دوزخ) ته ور ټېل وهي.

دا چې ایران او ترکیه د سرکښو رول لوبوي، خو سعودي له ډېر وخت راهیسې دا هېره کړې چې د مقاومت ادعا وکړي. همدا یې وخت دی چې اسلامي امت د وېرې دغه تمثیلوونکي وپېژني او ورته ووایي چې نور د مسلمانانو د افکارو او احساساتو استازیتوب ونه کړي. مسلمانان باید د دغه ډول ناوړو رهبرانو له تېرایستلو څخه ځان وژغوري، دوی هغه څوک دي چې د اړتیا په وخت کې په بې شرمۍ سره اسلام د پلمې په توګه کاروي. اسلام په حقیقت کې د «انتخاب» موضوع نه ده، بلکې د اسلام منل، پلي کول او د یو کامل نظام په توګه پراختیا ورکول، یوه وجیبه ده.

د کفر پر وړاندې درېدل یوازې په دې مانا نه دي، چې ګټې دې تر پښو لاندې کړي؛ بلکې مانا یې دا ده چې د یوه داسې سوریایي ماشوم دفاع وکړې، چې له لوږې مري،کور یې ړنګ وي او مور و پلار یې ترې اخیستي وي. د کفر پر وړاندې درېدل په دې مانا دي چې کله امریکا ستا پر ورور هېواد برید کوي او ته باید د هغه د دفاع لپاره وجنګېږې. د کفر پر وړاندې درېدل په دې مانا دي چې خپل پوځونه د الاقصی د ازادولو لپاره ولېږې. موږ مسلمانان باید نور پر خپلو خاورو د یرغل د مخنیوي لپاره تیار او چمتو وو او هغه خاورې بېرته ونیسو چې له موږ څخه غصب شوې. دا چاره یوازې هغه مهال شونې ده چې موږ د خلافت ډال ولرو، چې هم مو وژغوري او هم لارښوونه راته وکړي. د خلافت دولت به د امریکا هغه پر ګټو ولاړ حرص مات کړي، چې د منځني ختیځ د تېلو په اړه یې لري. خلافت به د هرمز پر تنګي پوره کنټرول ولري او هېڅ بهرنۍ جنګي بېړۍ ته به په دغه تنګي کې د تګ راتګ اجازه ور نه کړي.

﴿يَقُولُونَ بِأَفْوَاهِهِم مَّا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ وَاللّهُ أَعْلَمُ بِمَا يَكْتُمُونَ

[العمران: 167]

ژباړه: دوی هغه څه په خپلو خولو وایي چې په زړونو کې یې نه وي. الله سبحانه وتعالی پر هغه څه ښه پوهېږي چې دوی یې په زړونو کې پټوي.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: اخلاق جهان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې